۰
عباس ستانکزی:

د پاکستان ملت دې د خپلو چارواکو خوله بنده کړي/ زه اسناد لرم چې ډرون له کوم هېواده راځي

سی شنبه ۵ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۵
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون وښود او غږ یې پرې وکړ، چې که وږي وي، ځان ته دې ډوډۍ پیدا کړي، افغانان دې نه قرباني کوي.
د پاکستان ملت دې د خپلو چارواکو خوله بنده کړي/ زه اسناد لرم چې ډرون له کوم هېواده راځي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون وښود او غږ یې پرې وکړ، چې که وږي وي، ځان ته دې ډوډۍ پیدا کړي، افغانان دې نه قرباني کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي نن سه شنبې د تلې ۵ مه دارالامان ماڼۍ کې د ګرځنډوی نړیوالې ورځې په مناست کې د وینا پر مهال د پاکستان له ملت څخه غوښتل، چې د افغانستان په اړه د خپلو چارواکو د ناسنجیده ویناو مخه ونیسي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری د ملګرو ملتونو ۷۷ مه عمومي غونډه کې ادعا کړې ده، چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو مرکزونه دي او دوی د نړیوالو په ګډون ترې اندېښنه لري.

که څه هم د پاکستان د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر څرګندونې افغان حکومت په کلکه رد کړې خو تر اوسه پورې داسې توغند غبرګون ورته نه و، ښودل شوی لکه کوم چې ښاغلي ستانکزي وښود.

ده و ویل« د پاکستان له ملت په جدیت غواړو، چې خپل صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان ضد څرګندونو څخه منع کړي، دوی د کلام عفت نه شي ساتلی، په نړیوالو اصولو نه پوهېږي.»

هغه پاکستان ته په خطاب کې و ویل« مونږ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وروستۍ څرګندونې په کلکو الفاظو غندو او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان اسلامي امارت په خلاف څرګندونې وکړي، زه ورته وایم، که وږی یې ډوډۍ پیدا کړه، موږ مه قرباني کوه.»

په ورته وخت کې ښاغلي ستانکزي د افغانستان پر فضا د ډرون الوتکو ګرځېدو ته په اشارې زیاته کړه، چې د دوحې د تړون خلاف امریکايي ډورن د افغانستان په فضا الوتنې کوي.

خو زیاته یې کړه« زه اسناد او شواهد لرم، چې دا ډرون د کوم هېواد له لارې افغانستان ته راځي، د هر ډرون پر سر میلیونونه ډالر اخیستل کېږي، نور دا تجارت بس دی.»

که څه ښاغلي ستانکزي د کوم هېواد نوم وانخیست خو تر دې وړاندې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له پاکستان څخه په جدیت غوښتي و، چې امریکايي ډرون الوتکو پر خپله فضا د تېرېدو اجازه ورنه کړي.
 
ښاغلي ستانکزي ټینګار وکړ، چې افغانستان هېچا ته ګواښ نه دی او نه چا ته اجازه ورکوي، چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي، بلکې په وینا یې افغانستان له ټولو ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

نوموړي د کډوالو په برخه کې د پاکستان او ایران څخه مننه وکړه ویې ویل، چې افغانان د چا ښه نه هېروي او پر خپل وخت به د دغه ښېګڼو جبران وکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې پاکستان او ایران دې افغانستان کې د شرایطو تر برابرېدو پورې له افغان کډوالو سره انساني او اسلامي چلند وکړي او په دې برخه کې دي انساني حقونه رعایت کړي.

ده زیاته کړه، چې افغانستان کې ۴۰ کاله جګړه تېره شوې او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، چې ټول هېوادونه باید لاس ورکړی او همکاري ورسره وکړي.

د هغه په وینا د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت ټینګ شوی او ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ وکړ، چې افغانستان کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې د سر او مال امنیت به یې تامین کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي