۰

په تېرو ۸ میاشتو کې څه باندې ۲۲۳ زره افغانان طبعي پېښو زیانمن کړي دي

چهارشنبه ۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۶:۵۲
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره يا اوچا واييؤ تېرو اتو مياشتو کې طبيعي پېښو څه باندې ۲۲۳ زره افغانان زيانمن کړي دي.
په تېرو ۸ میاشتو کې څه باندې ۲۲۳ زره افغانان طبعي پېښو زیانمن کړي دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره يا اوچا واييؤ تېرو اتو مياشتو کې طبيعي پېښو څه باندې ۲۲۳ زره افغانان زيانمن کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوچا زیاته کړې، طبيعي پېښو د افغانستان په مختلفو سيمو کې زرګونه کورونه ويجاړ کړل او دغه راز يې په زرګونو څارويو ته هم تلفات واړول چې له کبله يې د افغانانو اقتصادي وضعيت لا پسې خراب شو.

سرچینه وايي، تر ټولو ډېر زيانونه په سويلي او ختيځو ولايتونو کې خلکو ته اوښتي دي.

د اوچا په وینا د جون مياشتې زلزلې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې څه باندې ۸۵ زره تنه او ورپسې اورښتونو او سيلابونو هم په سويلي او ختيځو ولايتونو کې لسګونه زره تنه زيانمن کړل.

اوچا زیاتوي، د طبيعي پېښو له کبله افغانانو ته په داسې حال کې زيانونه اوښتي چې وار له مخې ۲۴ ميليونه افغانان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي