۰

د امریکا د کانګرس مخې ته لا هم د افغانانو پرلټ دوام لري

چهارشنبه ۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۶:۵۷
دا دویمه اونۍ ده چې د امریکا د کانګرس ماڼۍ مخې ته د هغو افغانانو په ملاتړ پرلت وهل شوی چې په افغانستان کې یې د امریکا له ماموریت سره مرسته کړې ده.
د امریکا د کانګرس مخې ته لا هم د افغانانو پرلټ دوام لري
دا دویمه اونۍ ده چې د امریکا د کانګرس ماڼۍ مخې ته د هغو افغانانو په ملاتړ پرلت وهل شوی چې په افغانستان کې یې د امریکا له ماموریت سره مرسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې پرلت کې یو شمېر پخواني امریکايي سرتېري، د خیریه بنسټونو کارکوونکي او په امریکا کې مېشت افغانان برخه لري.

دوی له کانګرس څخه غواړي چې په امریکا کې د افغانانو د ځای پر ځای کولو قانون تصویب کړي.

د پرلت تنظیموونکي وايي، د دې لایحې د نه تصویبېدلو په صورت کې به په امریکا کې د دوه کلنې اقامې لرونکي افغانان مجبور وي چې د دغه دوو کلونو د پوره کېدو وروسته د پناه غوښتنه وکړي چې د دوی په خبره، ډېره اوږده او پېچلې پروسه ده.

په امریکا کې د افغانانو د میشت کېدو په لایحه کې په دغه هېواد کې د دایمې هستوګنې تر څنګ له نویو ورغلو افغانانو سره د کارموندنې، زده کړې، او کلتوري پوهاوي په برخه کې د مرستې غوښتنه هم شامله ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي