۰

پاکستان بیا په افغانستان کې د ترهګرو د شتون ادعا وکړه

چهارشنبه ۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۰۸
په داسې حال کې، چې پاکستان په نړۍ کې د ترهګرو په پټنځای او روزنځای مشهور دی خو چارواکي یې په وار وار ادعا کوي، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې دي.
پاکستان بیا په افغانستان کې د ترهګرو د شتون ادعا وکړه
په داسې حال کې، چې پاکستان په نړۍ کې د ترهګرو په پټنځای او روزنځای مشهور دی خو چارواکي یې په وار وار ادعا کوي، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تر لومړي وزیر شهباز شریف او بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وروسته په ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د پاکستان دایمي استازي هم ادعا کړې، چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښنه کې دي.

منیر اکرام له افغان سرپرست يې وغوښتل چې ترهګرو ته اجازه ورنه کړي، له افغان خاورې څخه د ګاونډيانو او نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

د پاکستان ځانګړي استازي منير اکرم دغه څرګندونې پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه ځانګړې غونډې ته وکړې چې د افغانستان د وضعيت په اړه جوړه شوې وه و ویل، هېواد یې د هغې ترهګرۍ په اړه، چې په افغانستان کی پېدا کېږي او يا هلته کېږي، اندېښمن دی.

اکرم د پاکستاني طالبانو د غورځنګ، داعش او القاعده ډلې یادونه هم وکړه او وويل چې هېواد یې د دغو ډلو د ځپلو په اړه د ټولو اقداماتو ننګه کوي.

څو ورځې مخکې هم د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف هم د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپلې وینا کې دا ډول څرګندونې کړې وې.

خو افغان حکومت په وار وار د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او دا یې له حقیقت څخه لرې بللې دي.

پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په یوه غونډه کې د همدې کبله د پاکستان له ملت څخه وغوښتل، چې د خپلو چارواکو او سیاسیونو خولې بند کړي او په افغانستان کې مداخله ونه کړي.

ښاغلي ستانکزي په دغه غونده کې و ویل« د پاکستان له ملت په جدیت غواړو، چې خپل صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان ضد څرګندونو څخه منع کړي، دوی د کلام عفت نه شي ساتلی، په نړیوالو اصولو نه پوهېږي.»

هغه پاکستان ته په خطاب کې و ویل« مونږ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وروستۍ څرګندونې په کلکو الفاظو غندو او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان اسلامي امارت په خلاف څرګندونې وکړي، زه ورته وایم، که وږی یې ډوډۍ پیدا کړه، موږ مه قرباني کوه، نور بس دی دا تجارت.»

په ورته وخت کې ښاغلي ستانکزي د افغانستان پر فضا د ډرون الوتکو ګرځېدو ته په اشارې زیاته کړه، چې د دوحې د تړون خلاف امریکايي ډورن د افغانستان په فضا الوتنې کوي.

نوموړي و ویل« زه اسناد او شواهد لرم، چې دا ډرون د کوم هېواد له لارې افغانستان ته راځي، د هر ډرون پر سر میلیونونه ډالر اخیستل کېږي، نور دا تجارت بس دی.»
 
ښاغلي ستانکزي ټینګار وکړ، چې افغانستان هېچا ته ګواښ نه دی او نه چا ته اجازه ورکوي، چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي، بلکې په وینا یې افغانستان له ټولو ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي