۱

د اوکراین خلکو روسیې سره یو ځای کېدو ته مثبته رایه ورکړې

چهارشنبه ۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۵۳
له روسیې سره د اوکراین د څلورو سیمو د یو ځای کولو په باب د ټولپوښتنې لومړنۍ پایلې ښيي چې د دې سیمو ٩٦ سلنه خلکو له روسیې سره یو ځای کېدو ته مثبته رایه ورکړې ده.
د اوکراین خلکو روسیې سره یو ځای کېدو ته مثبته رایه ورکړې
له روسیې سره د اوکراین د څلورو سیمو د یو ځای کولو په باب د ټولپوښتنې لومړنۍ پایلې ښيي چې د دې سیمو ٩٦ سلنه خلکو له روسیې سره یو ځای کېدو ته مثبته رایه ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، دا ټولپوښتنه په څلورو سیمو لوهانسک، دونېتسک، خرسون او زاپوریژیا کې چې د اوکراین د خاورې ١٥ سلنه تشکیلوي، په تېرو پنځو ورځو کې ترسره شوه.

هاخوا سپینې ماڼۍ ویلي چې امریکا به راتلونکو ورځو کې هغه اقدامات اعلان کړي چې د اوکراین په موقتي اشغال شویو سیمو کې د ریفرنډم په ځواب کې د روسیې پر ضد ترسره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي