۰

افغانستان له روسیې سره د تېلو، ګاز او غنمو د پېر تړون کړی دی

چهارشنبه ۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۶
د افغانستان د سوداګرۍ سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي وایي، له روسیې سره یې د پترولو، ډیزلو، ګازو او غنمو د تامین په برخه کې یو موقت قرارداد لاسلیک کړی دی.
افغانستان له روسیې سره د تېلو، ګاز او غنمو د پېر تړون کړی دی
د افغانستان د سوداګرۍ سرپرست وزیر حاجي نورالدین عزیزي وایي، له روسیې سره یې د پترولو، ډیزلو، ګازو او غنمو د تامین په برخه کې یو موقت قرارداد لاسلیک کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عزیزي دغه څرګندونې له رویترز خبري آژانس سره مرکه کې کړې دي.

د عزیزي په خبره روسیه به شاوخوا یوملیون ټنه پترول، یو ملیون ټنه ډیزل، پنځه سوه زره ټنه مایع ګاز او دوه ملیون ټنه غنم په کال کې افغانستان ته ورکوي.

نوموړي ویلي، وزارت یې هڅه کوي چې په سوداګریزو شریکانو کې تنوع رامنځته کړي او روسیې طالبانو ته په متوسط ډول په نړیواله کچه په توکو کې د تخفیف وړاندیز کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي