۰

امریکا ته د تللو افغانانو دوسیې څېړل پیل شوي دي

چهارشنبه ۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۷
د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون د هغو افغانانو د دوسيو څېړل پيل کړي چې تېر کال د تخليې ماموريت په لړ کې له هېواده ايستل شوي وو.
امریکا ته د تللو افغانانو دوسیې څېړل پیل شوي دي
د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون د هغو افغانانو د دوسيو څېړل پيل کړي چې تېر کال د تخليې ماموريت په لړ کې له هېواده ايستل شوي وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امريکايي رسنيو ويلي، پنټاګون دا اقدام د دوو سناتورانو ران جانسن او جاش هاولي په غوښتنه کړی دی.

يادو سناتورانو تر دې وړاندې د امريکا ملي امنيت ته د احتمالي ګواښ د پېښېدو خبرداری ورکړی و او ويلي يې وو چې امريکا ته د وړل شويو هغو ۳۰۰ افغانانو دوسيې سمې نه دي څېړل شوې چې د پنټاګون په نظارتي لېست کې شامل وو.

د پنټاګون په نظارتي لېست کې د هغو کسانو نومونه شامليږي چې د امريکا ملي امنيت ته مستقيم ګواښ ګڼل کېږي.

امريکايي سناتورانو ويلي وو، په نظارتي لېست کې شامل ځينې افغانان له پلټنو پرته امريکا ته لېږدول شوي او د ځينو خو ان نومونه له ياده لېسته ايستل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي