۰

افغان حکومت د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې رد کړې

چهارشنبه ۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۲
د افغانستان اسلامي امارت د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ویلي و افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت مخ پر زیاتېدو دی.
افغان حکومت د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې رد کړې
د افغانستان اسلامي امارت د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ویلي و افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت مخ پر زیاتېدو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تاجکستان د بهرنيو چارو سراج‌الدین مهرالدین څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې ویلي وو، چې افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدلیدونکی دی.

نوموړي زیاته کړې وه، چې په وروستيو کې افغانستان ته د سیمې د ترهګرو ډلو د مشرانو د بیولو او ځای پر ځای کېدو د سيستماتيکو هڅو شاهد دی.

خو د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبيح الله مجاهد بيا د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې هېچا ته د ترهګریزو فعالیتونو اجازه نه ورکوي.

ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې د تاجکستان انديښنې بې ځايه دي.

نوموړي له تاجکستان څخه غوښتي، چې خپلې اندېښنې دې دوی سره له نږدې شريکې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي