۰

حقاني: پوهنتون او مدرسه یو او دواړه د یوې موخې لپاره دي

چهارشنبه ۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۵
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني وايي، د نوي نسل د روښانه راتلونکي لپاره کلک عزم، ژمنتیا او ډېر کار ته اړتیا ده.
حقاني: پوهنتون او مدرسه یو او دواړه د یوې موخې لپاره دي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني وايي، د نوي نسل د روښانه راتلونکي لپاره کلک عزم، ژمنتیا او ډېر کار ته اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حقاني ویلي، پر عصري علومو سربېر دیني علومو ته دې هم پاملرنه وشي تر څو داسې نسل وروزل شي، چې دین او هېواد دواړو ته ژمن وي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي یوې غونډې ته وویل، تعلیم پر نر او ښځه فرض دی او په دې برخه کې باید د هېچا شخصي نظر مهم نه وي.

ښاغلي ستانکزي د نجونو د زده کړې پر مخالفینو دا غږ هم وکړ چې که کوم دلیل لري راوړاندې دې شي.

خو د امربالمعروف سرپرست وزیر مولوي خالد حنفي په غونډه کې و ویل چې دنیوي تعلیم مباح، او که څوک یې د اسلامي نظام لپاره کوي نو مستحب دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي