۰

ناورې: د افغانستان منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي

چهارشنبه ۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۰
د ناروې استازې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې په زغرده ویلي، چې د افغانستان منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي.
ناورې: د افغانستان منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي
د ناروې استازې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې په زغرده ویلي، چې د افغانستان منزوي کول د هېچا په ګټه نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې زیاته کړې، له طالبانو سره باید اړیکې وساتل شي ځکه د افغانستان منزوي کېدل نه د افغانانو او نه هم د نړیوالې ټولنې په گټه دي.

هغې ویلي، طالبانو د افغانستان بیارغونې پر ځای د افغانانو د حقونو محدودولو لاره غوره کړې او اوس افغانستان په نړۍ کې یوازېنۍ هېواد دی چې پکې له نجونو څخه د زده کړو حق اخیستل شوی دی.

دغه راز دې غونډې ته د گانا استازي ویلي چې د زده کړو حق د ټولو انسانانو له اساسي حقونو څخه دی.

نوموړي په طالبانو غږ کړی د افغان ښځو او نجونو بشري حقونه ورکړي او په افغانستان کې د افغان نجونو لپاره ثانوي ښوونځي پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي