۰

کابل کې درې تنه انسان تښتونکي نیول شوي

چهارشنبه ۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۵۲
چارواکي وايي، امنیت ځواکونو پلازمېنه کابل کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او درې انسان تښتوونکي یې نیولي دي.
کابل کې درې تنه انسان تښتونکي نیول شوي
چارواکي وايي، امنیت ځواکونو پلازمېنه کابل کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او درې انسان تښتوونکي یې نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند خالد ځدراڼ وايي، دغه انسان تښتوونکي د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې نیول شوي دي.

دوی پرون مازیګر د څلورمې حوزې اړوند قلعه نجاره سیمه کې یو کس برمته کړی و، چې نن ترې راخوشي شو.

نوموړي زیاته کړې، د دغه حوزې پولیسو یو تن د برمته کوونکو د منګولو ژغورلی او په دې تړاو یې درې تنه تورن کسان له وسلو، نشه يي توکو او یوه اندازه پیسو سره نیولي دي.

په ورته وخت کې د څلورمې حوزې امر مولوي حضرت خالد وايي، په نیول شویو انسان تښتوونکو کې یو تن هغه دی، چې څه موده وړاندې یې یوه ښځه هم تښتولې وه.

نوموړي زیاته کړه، چې د راپور تر لاسه کولو ورسته یې د دغه انسان تښتونکو د نیولو لپاره عملیات په لار واچول، چې بالاخره د سلیم کاروان په سیمه کې په داسې حال کې، چې په یوه تورو ښيښو هایلکس موټر کې سپاره وو، چې له یو میل تومانچې او یوه اندازه پیسو سره یو ځای ونیول شو.

دغه راز تښتول شوی کس چې اوس له انسان تښتوونکو ژغورل شوی وايي، نوم یې غلام مصطفی د غلام رسول زوی او د کابل ښار اوسېدونکی دی.

دی زیاتوي، د زرګرۍ یا طیلا پلورلو دوکان لري او وړمه ورځ چا زنګ ورته وکړ، چې د قلعه نجاره سیمې ته ورشي او کله چې ورغی نو هایلکس موتر نه پرې یو کس تومانچه و ایسته او موټر کې یې سپور کړ.

نوموړي ویلي، له ده سره یې د دوکان شریک هم و خو هغه لرې ولاړ و او کله یې چې دی لیدلی نو وروسته یې امنیتي ځواکونو ته احوال ورکړی او هغوی لاس په کار شول او سلیم کاروان سیمه کې یې له انسان تښتونکو وژغوره.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي