۰

چین او روسیه: امریکا دې د افغانستان پیسې پرېږدي

پنجشنبه ۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۱
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین او روسیې استازو یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی، چې د افغانستان ګنګل شوې شتمني دې ازاده کړي.
چین او روسیه: امریکا دې د افغانستان پیسې پرېږدي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین او روسیې استازو یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی، چې د افغانستان ګنګل شوې شتمني دې ازاده کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسلی نبینزیا ویلي، د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو لپاره له غوښتنو سره سره لا تر اوسه په دې برخه کې ګټور ګام نه دی پورته شوی.

دغه راز په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال ویلي، د افغانستان دغه کنګل شوې شتمني باید د افغانانو د ژوند پر ښه والي او د دغه هېواد د اقتصاد پر بیا رغونه ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدو د دغه هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

تر دې مخکې د امریکا مالیې وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ په سویس کې د ساتنې یو صندوق جوړ کړی او د افغانستان درې اعشاریه پنځه مېلیارد ډالر یې ور لېږدولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي