۰

کابل کې وروستي خونړي برید سخت غبرګونونه راپارولي دي

شنبی ۹ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۶
کابل کې وروستي خونړي برید ته چې په کې تر ۵۰ پورې زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې په کور د ننه او بهر سخت غبرګونونه راپارېدلي دي.
کابل کې وروستي خونړي برید سخت غبرګونونه راپارولي دي
کابل کې وروستي خونړي برید ته چې په کې تر ۵۰ پورې زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې په کور د ننه او بهر سخت غبرګونونه راپارېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون جمعه د تلي ۷ مه د کابل ښار لوېدیځ ته د دشت برچي په سیمه کې د کاج په نوم کورس کې یوه چاودنه وشوه.

عیني شاهدانو ویلي، دا ځانمرګی برید و، بریدګر لومړی د کورس ساتونکی په ډوزو وژلی او وروسته یوه ټولکي ته چې د کانکور ازمیښتي ازموینه په کې روانه وه ننوتی او ځان ته یې چاودنه ورکړې ده.

عیني شاهدان خو د مرګ ژوبلې شمېره تر ۶۰ تنو زیات ښيي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، په دغه برید کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان دي.

ښاغلي ټکور ویلي«نن د کابل ښار د دیارلسمې حوزې اړوند د کاج په نوم یو کورس کې چاودنه رامنځته شوې چې عاملین یې زموږ د ځواکونو تر تعقیب لاندې دي، زر ده چې دوی ونیول شي.»

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په یوه ټویټ کې لیکلي چې، د پېښې له ځایه دغه روغتون ته تر دا مهاله ۲۲ تنه ور وړل شوي دي چې ټولې نجونې دي او عمرونه له ۱۸ نه تر ۲۵ پورې و.

ملګرو ملتونو، امریکا، د بشري حقونو د څار ډلې، پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله دغه برید په سختو ټکو غندلی دی.

د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار دا برید وحشتناک او بوږ نوونکی بللی او له طالب چارواکو یې غوښتي، چې د خلکو امنیت ته جدي پاملرنه او هڅې وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرین ډیکر ویلي دي چې له زده کوونکو پر ډکې خونې برید د شرم وړ عمل دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي