امریکا افغانانو د دایمي ویزې د ورکړې بهیر چټک کړی دی

9 میزان 1401 ساعت 9:55

د امریکا حکومت غواړي چې د هغو افغانانو د دایمي ویزې د ورکړې بهیر چټک کړي چې امریکا ته رسېدلي دي.


د امریکا حکومت غواړي چې د هغو افغانانو د دایمي ویزې د ورکړې بهیر چټک کړي چې امریکا ته رسېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په امریکا کې لسګونو زره افغانان ژوند کوي چې په افغانستان کې یې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې له امریکایایي پوځیانو سره همکاري کړې ده.

خو اوس د بېلابېلو ستونزو له امله، نه دي توانېدلي چې ویزه ترلاسه کړي او دې ته انتظار دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوی ته ویزې ورکړي.

د لورین پیټرسن په نوم د کډوالو یوې وکیلي وویل چې د دې ګڼ موکیلین د اسنادو ستونزه لري او وایي چې په بیړه له افغانستانه وتلي دي اسناد یې پاتې شوې دي.

د ولسمشر بایډن ادارې ژمنه کړې ده چې روانه اکټوبر میاشت به د کډوالۍ په بهیر کې پراخ بدلونونه راولي، خو دوی به د بشري خواخوږۍ پر بنسټ موقتي درخواستونه ونه مني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154769

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154769/

جمهور
  https://www.jomhornews.com