د امریکا حکومت غواړي چې د هغو افغانانو د دایمي ویزې د ورکړې بهیر چټک کړي چې امریکا ته رسېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په امریکا کې لسګونو زره افغانان ژوند کوي چې په افغانستان کې یې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې له امریکایایي پوځیانو سره همکاري کړې ده.
خو اوس د بېلابېلو ستونزو له امله، نه دي توانېدلي چې ویزه ترلاسه کړي او دې ته انتظار دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوی ته ویزې ورکړي.
د لورین پیټرسن په نوم د کډوالو یوې وکیلي وویل چې د دې ګڼ موکیلین د اسنادو ستونزه لري او وایي چې په بیړه له افغانستانه وتلي دي اسناد یې پاتې شوې دي.
د ولسمشر بایډن ادارې ژمنه کړې ده چې روانه اکټوبر میاشت به د کډوالۍ په بهیر کې پراخ بدلونونه راولي، خو دوی به د بشري خواخوږۍ پر بنسټ موقتي درخواستونه ونه مني.
جمهورخبري آژانس:کابل