یو ځل بیا پلازمېنه کابل کې یوه ښوونځي ته څېرمه چاودنه شوې، خو د ځايي خلکو او چارواکو په وینا هېچا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د تلې ۹ مه څه کم یوه بجه د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې شوې ده.
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي، چاودنه خیرخانه کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي لېسې ته څېرمه شوې، خو چا ته یې زیان نه دی اړولی.
دا چاودنه یوه ورځ وروسته تر هغه شوې، چې د جمعې په ورځ کابل کې پر یوه ښوونځي مرکز ځانمرګي برید لږ تر لږه د ۱۹ تنه ووژل او ګڼ نور یې ټپپیان کړل چې ډېری قربانیانې یې نجونې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل