د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش په کابل کې پرونی برید چې ۲۳ کسان په کې وژل شوي او۳۵ نور ټپیان دي په کلکه غندلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دفتر له لوري په دې اړه یوې اعلامیه کې د دشت برچي سیمې پر ښوونیز مرکز دا برید یو ناوړه عمل بلل شوی دی.
اعلامیه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او د ټپیانو لپاره د عاجلې شفا هیلو تر څنګ د ګوترېش له قوله ویل شوي، ټول اړخونه باید د ملکي خلکو خوندیتوب ته پام وکړي.
د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې زیاته شوې چې تعلیم بنسټیز حق او د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره مهمه لاره ده.
په دغه اعلامیه کې د اسلامي امارت له حکومته غوښتنه شوې، چې د توکم او جنسیت له تبعیض پرته د ټولو افغانانو لپاره د زده کړو او امنیت خوندیتوب حقونه په پام کې ونیسي.
جمهورخبري آژانس:کابل