سږ کال دولتي پوهنتونو ته د جذب وړتیا دوه برابره شوې ده

11 میزان 1401 ساعت 6:42

د لوړو زده کړو وزارت وايي، سږ کال به د کانکور ازموينې ۱۱۵ زره ګډوانوال دولتي پوهنتونونو ته جذب کړي.


د لوړو زده کړو وزارت وايي، سږ کال به د کانکور ازموينې ۱۱۵ زره ګډوانوال دولتي پوهنتونونو ته جذب کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت وياند احمد تقي زیاته کړې، تېر کال د کانکور ازموينې له لارې شاوخوا ۶۸ زره کسان دولتي پوهنتونونو ته جذب شوي وو.

خو په وينا يې چې سږ کال د دولتي پوهنتونونو د جذب ظرفيت نږدې دوه برابره شوی او ټاکل شوې چې ۱۱۵ زره کسان ورته جذب شي.

د ازموينو ملي ادارې هم ويلي چې د کانکور ازموينې اخيستلو ته يې چمتووالی نيولی او د روانې تلې مياشتې په لړ کې به له کابل پرته د ټولو ولايتونو ازموينه په يوه پړاو کې واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 154822

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/154822/

جمهور
  https://www.jomhornews.com