د لوړو زده کړو وزارت وايي، سږ کال به د کانکور ازموينې ۱۱۵ زره ګډوانوال دولتي پوهنتونونو ته جذب کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت وياند احمد تقي زیاته کړې، تېر کال د کانکور ازموينې له لارې شاوخوا ۶۸ زره کسان دولتي پوهنتونونو ته جذب شوي وو.
خو په وينا يې چې سږ کال د دولتي پوهنتونونو د جذب ظرفيت نږدې دوه برابره شوی او ټاکل شوې چې ۱۱۵ زره کسان ورته جذب شي.
د ازموينو ملي ادارې هم ويلي چې د کانکور ازموينې اخيستلو ته يې چمتووالی نيولی او د روانې تلې مياشتې په لړ کې به له کابل پرته د ټولو ولايتونو ازموينه په يوه پړاو کې واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل