د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د هشت صبح ورځپاڼې او زاویه نیوز وېب سایټونه د دروغ او منفي تبلیغاتو خپرولو له امله وتړل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مخابراتو وزارت ویاند عنایت الله الکوزي نن دوشنبې د تلې ۱۱ مه ویلي، دغه رسنیو اسلامي امارت پسې دروغ خبرونه نشرول او په خپلو نشراتو کې یې تعادل او د ژورنالېزم اصول هېڅ په پام کې نه نیول.
هغه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«هشت صبح او زاویه نیوز د اسلامي امارت مشرانو پسې دروغ خبرونه خپرول، راپورونه یې جعلي او ناانډوله وو، نو ځکه د یوې پرېکړې پر اساس د مخابراتو وزارت له خوا وتړل شول.»
باید و ویل شي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راورسته دا لومړی ځل دی، چې دوه رسنۍ د ناسمو تبلغاتو له امله د حکومت له خوا تړل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل