پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال او د یوناما له سرپرست ښاغلي مارکُس پوتزل سره وکتل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې د دې ترڅنگ چې د افغانستان او سیمې پر حالاتو خبرې وشوې، په کابل کې پر کاج روزنیز مرکز د تروریستي برید په کلکه غندنه وشوه او یو وار بیا د نجونو د ښوونځیو پر سملاسې پرانیستو تاکید وشو.
د ښاغلي کرزي دفتر پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، ښاغلي کرزي همداراز په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانانو ترمنځ د ملي دیالوگ پر ژر تر ژره پیلیدو ټینگار وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل