۰

هند: له افغانستان سره له لاسه وتلی باور بېرته رسېدو لپاره وخت ته اړتیا ده

سی شنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۳
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر وايي، هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي اړیکو او قونسلګرۍ د فعالیتونو د بیا پيلولو لپاره له لاسه وتلي باور ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتیا لري.
هند: له افغانستان سره له لاسه وتلی باور بېرته رسېدو لپاره وخت ته اړتیا ده
د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر وايي، هېواد یې له افغانستان سره د سیاسي اړیکو او قونسلګرۍ د فعالیتونو د بیا پيلولو لپاره له لاسه وتلي باور ته د رسېدو لپاره وخت ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي شنکر ویلي، تر هغه وخته چې شته ستونزې حل نشي هند نشي کولی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې را ژوندۍ کړي.

که څه هم یو شمېر هندي ډیپلوماتان په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږي کولو لپاره حضور لري نوی ډیلي په افغانستان کې کوم سیاسي یا قونسلي فعالیت نه دی پيل کړی.

خو د هند د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ مسلې ته هم اشاره کوي وايي، اوس هند د واکمن دولت د هڅو له امله په نړۍ کې په دې اړه چې پاکستان د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړ دی پیاوړې اجماع او پوهاوی رامنځته شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي