۰
سور صلیب:

یوازې په مرستو نه کېږی، افغانستان کې پانګونې ته اړتیا ده

پنجشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۲۰
په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي، که له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې ونه شي، نو حالت به لا ترینګلی شي.
یوازې په مرستو نه کېږی، افغانستان کې پانګونې ته اړتیا ده
په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي، که له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې ونه شي، نو حالت به لا ترینګلی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، چې په افغانستان کې یوازې په بشري مرستو ستونزې نه حل کېږي، بلکې په دې هېواد کې پراخې پانګونې ته اړتیا ده.
 
سور صلیب وايي، لوږه د افغانستان لپاره جدي ګواښ دی، لسګونه زره کسان بې دندو شوي او د ژوند اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونو سره مخ دي.
 
سرچینې پر خپله ټوېټر پاڼه دا هم ویلي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د نور خرابېدو مخنیوي لپاره “پانګونې ته اړتیا ده.
 
د کار د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې، په تېره یوه کال کې نږدې یو میلیون خلک بې دندو شوي دي او د روزګار د نشتوالي کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.
 
سور صلیب دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې په افغانستان کې ژمی په رانږدې کېدو دی او وېره دا ده چې ښايي د تېر کال پرتله سږ کال نړیوال مرستې کمې وي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي