۰

د کانونو په تړاو به ۸ نوي قراردادونه لاسلیک شي

پنجشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۲
د افغانستان د کانونو وزارت په پام کې لري، چې په نېږدې راتلونکو کې د ۸ سترو کانونو د استخراج په اړه تړونونه لاسلیک کړي.
د کانونو په تړاو به ۸ نوي قراردادونه لاسلیک شي
د افغانستان د کانونو وزارت په پام کې لري، چې په نېږدې راتلونکو کې د ۸ سترو کانونو د استخراج په اړه تړونونه لاسلیک کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند عصمت الله برهان وايي، په هرات او غور کې به د ۸ کانونو د استخراج تړونونه راتلونکې میاشت لاسلیک شي.

دی وايي، د دغه کانونو د استخراج لپاره تر اوسه پورې ۲۵۰ غوښتنلیکونه تر لاسه شوي، چې تر څېړنې لاندې دي.

نوموړي زیاته کړې، د غوري د اوسپنې د کان د استخراج لپاره یې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو وړاندیزونه ترلاسه کړي او ژر به له ګټونکي شرکت سره قرارداد لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي