۰

دوه انسان تښتونکي وژل شوي او دوه تنه ترې راخوشي شوي دي

پنجشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۹
استخباراتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې پر یوه کور چاپه وهلې، چې پر مهال یې دوه انسان تښتونکي وژلي او د هغوی له منګولو یې دوه برمته شوي کسان راخوشي کړي دي.
دوه انسان تښتونکي وژل شوي او دوه تنه ترې راخوشي شوي دي
استخباراتي ځواکونو پلازمېنه کابل کې پر یوه کور چاپه وهلې، چې پر مهال یې دوه انسان تښتونکي وژلي او د هغوی له منګولو یې دوه برمته شوي کسان راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه انسان تښتوونکو دغه کسان څو میاشتې وړاندې تښتولي او د کابل ښار په یوه څنډه کې یې په یوه کور کې ساتلي وو.

استخباراتي ځواکونو د معلوماتو تر لاسه کولو سره سم پلټنې پیل کړې وې، چې باالاخره یې د تښتول شویو کسانو د ساتلو ځای موندلی دی.

د استخباراتو لوی ریاست وايي، د معلوماتو تر لاسه کولو وروسته یې په دغه کور عملیات کړي او دواړه برمته کسان یې ترې روغ رمټ راخوشي کړل.

سرچینې زیاته کړې، د عملیاتو پر مهال دوه انسان تښتونکو په مقاومت او برید لاس پورې کړی و، چې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

له برمته شویو کسانو یو تن چې حاجي معلم نومېږي وايي، تښتونکو ورڅخه سلګونه زره امریکايي ډالر غوښتل، خو د اسلامي امارت ځواکونو په عملیاتو کې وژغورل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي