۰
لیزا کرتېس:

د امریکا ډرون الوتکې د پاکستان له فضا تېرېږي او افغانستان کې بریدونه کوي

پنجشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۸
د امریکا د ملي امنیت شورا د سولي آسیا څانګې پخوانی مشره لیزا کرتېس وایي، امریکا په افغانستان کې د ډرون بریدونو لپاره د پاکستان له خاورې څخه ګټه اخلي.
د امریکا ډرون الوتکې د پاکستان له فضا تېرېږي او افغانستان کې بریدونه کوي
د امریکا د ملي امنیت شورا د سولي آسیا څانګې پخوانی مشره لیزا کرتېس وایي، امریکا په افغانستان کې د ډرون بریدونو لپاره د پاکستان له خاورې څخه ګټه اخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کرتېس له امریکا غږ سره په مرکه کې تایید کړې، چې په افغانستان کې د امریکا د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو د بریدونو لپاره د پاکستان خاوره کارول کېږي.

مېرمن کرتېس ویلي«په افغانستان کې د ترهګرۍ د څار لپاره د امریکا بې پیلوټه الوتکې په پرلپسې توګه د پاکستان له فضايي حریم څخه تېرېږي، دا هغه څه دي، چې د امریکا لپاره مهم دي، په ځانګړي ډول د ایمن الظواهري د لمنځه وړولو په موخه د پاکستان دا مرسته مهمه وه او په ورته چارو کې پاکستان امریکا ته اجازه ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان څو ځلې دا خبره رد کړې، چې ګڼې امریکايي ډرون الوتکې د دوی له فضا تېرېږي او افغانستان کې بریدونه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي