له کابل ښار نه ۱۳۳۵۰ سوالګر راټول کړل شوي دي

30 میزان 1401 ساعت 13:47

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، د یاد ریاست د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۱۳۳۵۰ سوالګر راټول کړي.


د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، د یاد ریاست د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۱۳۳۵۰ سوالګر راټول کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد ریاست په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د راټولو شویو سوالګرو له ډلې ۸۶۷۰ ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۳۱۲۳ مستحقې او ۵۵۴۷ یې بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

اعلامیه کې ویل شوي، ۱۲۱۹نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۴۳۰ مستحق ګڼل شوي او ۷۸۹ بیا حرفوي سوالګر دي.

په راټولو شویو سوالګرو کې بیا ۳۴۶۱ ماشومان دي چې له ډلې یې ۱۵۸۹ مستحق او ۱۸۱۶ حرفوي او ۵۶ بې سرپرسته ماشومان دي.

سرچینه زیاتوي، بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه هم برابرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155260

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155260/

جمهور
  https://www.jomhornews.com