۰

لغمان کې ترافیکي پېښه کې ۷ تنه مړه شوي دي

شنبی ۱۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۸
په لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پیښې له امله اووه کسان مړه شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
لغمان کې ترافیکي پېښه کې ۷ تنه مړه شوي دي
په لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پیښې له امله اووه کسان مړه شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکي وايي، دغه پېښه نن شنبه د لړم ۱۴ مه د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ په «کیل» سیمه کې د یو صرف موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا په مړو شوو کسانو څلور تنې ښځې هم شامل دي او ټپي شوي کسان د لغمان ولایت روغتون ته د درملنې لپاره انتقال شوي دي.

د یادونې ده، چې نن د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې هم په یوه ترافیکي پېښه کې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي