له افغانستان څخه د الوتنو شمېر زیات شوی دی

24 عقرب 1401 ساعت 13:39

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د تېرو شپږو مياشتو په پرتله له افغانستان څخه د الوتنو شمېر زيات شوى دى.


د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د تېرو شپږو مياشتو په پرتله له افغانستان څخه د الوتنو شمېر زيات شوى دى.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد  وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي، په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا څخه د الوتنو شمېر د ۵۰ او ۷۰تر منځ وو، چې اوس دغه شمېر ۱۰۰ الوتنو ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې، د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت سره د ځمکني خدمتونو او دوو نورو قراردادونو له لاسلیک وروسته د افغانستان له فضا څخه د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان له فضا څخه د الوتکو الوتنه د اقتصاد پر ودې اغېز لري او په دې برخه کې باید د هوايي ترانزېټ برخې ته پاملرنه وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 155794

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/155794/

جمهور
  https://www.jomhornews.com