د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې کابل ته د سفر پلان لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هغې دغه راز په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعيت خبرداری ورکړی او ویلي، چې په دغه هېواد کې یوه بشري فاجعه د رامنځته کېدو په حال کې ده.
دغې لوړپوړې پاکستانۍ دیپلوماتې په ورته مهال د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خوشې کېدو غوښتنه کړې او پر دغې پانګې د بندیزونو لرې کول يې د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعيت د رغولو لپاره اړین ګڼلی.
جمهورخبري آژانس:کابل