۰

امیرخان مقتي د حنا رباني کهر په مشرۍ له پاکستاني پلاوي سره وکتل

سی شنبه ۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۱۲
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني کهر په مشري پاکستاني پلاوی کابل ته را رسېدلی او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ورسره لیدلي دي.
امیرخان مقتي د حنا رباني کهر په مشرۍ له پاکستاني پلاوي سره وکتل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني کهر په مشري پاکستاني پلاوی کابل ته را رسېدلی او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ورسره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن کهر او ورسره پلاوی نن سه شنبې د لیندۍ ۸ مه کابل ته راغلی او ښاغلي متقي په ستورۍ ماڼۍ کې کتلي دي.

له مېرمن کهر سره په دې سفر کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان او په کابل کي د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني  اوګن نور مسؤلین شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي متقي پاکستاني پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د دواړو هېوادونو اړیکې د ولسونو او سیمې په ګټه وبللې.
 
سرچینې زیاته کړې، ښاغلي مقتي  په پاکستان کې د افغان بنديانو د خلاصون، یوبل هېواد ته د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې د سهولتونو د را منځته کولو، د تجارت او ترانزيټ په برخه کي د پرمختګ او چټکتیا په اړه پاکستاني لوري ته یادونې وکړې.

همداراز یې د تاپي، ټاپ، اورګاډي د لین او نورو لویو پروژو پیل کولو ته امادګي وښوده او د سیاسی اړیکو، اقتصادي ودې او امنیت په اړه یې د اسلامي امارت موقف څرګند کړ.

د وزارت مرستیال ویاند وايي، پاکستاني پلاوي په پاکستان کي د افغان کډوالو سره د ښه سلوک، د تګ راتګ په لارو  او د ویزو په برخه کې د ستونزو د حل په باب د همکاریو ژمنه وکړه.

د سرچینې په وینا یاد پلاوي ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پیاوړتیا او پراختیا په هکله به لازم ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حنا رباني کهر ویلي، دا چي افغانستان او پاکستان دوه مسلمان همسایه هېوادونه دي او کلتوري مشترکات هم سره لري، نو د دواړو هېوادونو حکومتونه باید یو بل سره همکاري وکړي او دوه اړخیزې عامه ګټې خوندي وساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي