۰
سورصلیب:

مرستندویه ټولنې په یوازې ځان د افغانانو اړتیاوې نه شي پوره کولی

چهارشنبه ۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۰
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، مرستندویه بنسټونه په یوازې ځان نه شي کولی د ټولو اړمنو افغانانو اړتیاوې پوره کړي.
مرستندویه ټولنې په یوازې ځان د افغانانو اړتیاوې نه شي پوره کولی
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، مرستندویه بنسټونه په یوازې ځان نه شي کولی د ټولو اړمنو افغانانو اړتیاوې پوره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېټې په خپله تازه راپور کې ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د خوراکي او سون توکو کمښت، په ماشومانو کې سوی تغذیه او سینه بغل ناروغي په سرعت سره مخ پر زیاتېدو ده.

سره صلیب خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې روان وي، نو دا به د زرګونو افغان ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.

دغه بنسټ ویلي، په کابل کې د دوی تر چتر لاندې یو روغتون کې له پنځه کلونو کم عمرونه ماشومانو کې د سینه بغل ناورغي ۲۰۲۲ کې د تېر کال په پرتله ۵۵ سلنه زیاته شوې ده.
 
په دې راپور کې یو شمېر افغانانو ویلي، چې دوی په ژمي کې د سون او خوراکي توکو له کمښت او نشت سره مخ دي او دې ته حیران دي، چې د سون توکي پوره کړي، که خوراکي.

د سره صلیب عملیات مشر مارتین شوپ وايي، دې ستونزو ته په کتنو مرستندویه بنسټونه په یوازې ځان نه شي کولی د ټولو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

نوموړي له دولتونو او مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې په افغانستان کې له میلیونونو اړمنو کسانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او مرستې زیاتې کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېتې ویلي، د افغانستان تر نیمايي زیات نفوس له سختې لوږې سره مخ دي او باید مرسته ورسره وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي