د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي توماس نيکلاسن ويلي، که طالبان خپل چلند بدل نه کړي نو اروپايي اتحاديه به پرې د بنديزونو پر لګولو غور وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نېکلاسن دا څرګندونې په دوشنبې ښار کې د هرات د لسم امنيتي کنفرانس په شپږمه غونډه کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، که طالبان د افغانانو اساسي حقونو مراعات نه کړي، نو اروپايي اتحاديه به يې پر خلاف د جرمونو نړيوالې محکمې ته مراجعه وکړي او دغه راز به بنديزونه پرې ولګوي.
نیکلاسن وايي، طالبان بايد د افغانستان خلکو ته ځواب ويونکي وي او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو ظرفيت ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل