له کابله تر اوسه څه باندې ۱۹ زره سوالګر راټول کړل شوي

13 قوس 1401 ساعت 11:02

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، د یاد ریاست د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۱۹۰۷۲ سوالګر راټول کړي.


د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، د یاد ریاست د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۱۹۰۷۲ سوالګر راټول کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد ریاست په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د راټولو شویو سوالګرو له ډلې ۱۰۹۶۱ ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۴۴۶۴ مستحقې او ۶۴۹۷ یې بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

اعلامیه زیاتوي چې ۱۷۳۷نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۶۳۴ مستحق ګڼل شوي او ۱۱۰۳ بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو سوالګرو کې بیا ۶۳۷۴ ماشومان دي چې له ډلې یې ۲۶۰۹ مستحق او ۷۳۰۳ حرفوي او ۶۲ بې سرپرسته ماشومان دي.

په اعلامیه کې راغلي چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه هم برابرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 156228

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156228/

جمهور
  https://www.jomhornews.com