۰

له کابله تر اوسه څه باندې ۱۹ زره سوالګر راټول کړل شوي

یکشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۲
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، د یاد ریاست د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۱۹۰۷۲ سوالګر راټول کړي.
له کابله تر اوسه څه باندې ۱۹ زره سوالګر راټول کړل شوي
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، د یاد ریاست د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۱۹۰۷۲ سوالګر راټول کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد ریاست په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د راټولو شویو سوالګرو له ډلې ۱۰۹۶۱ ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۴۴۶۴ مستحقې او ۶۴۹۷ یې بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

اعلامیه زیاتوي چې ۱۷۳۷نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۶۳۴ مستحق ګڼل شوي او ۱۱۰۳ بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو سوالګرو کې بیا ۶۳۷۴ ماشومان دي چې له ډلې یې ۲۶۰۹ مستحق او ۷۳۰۳ حرفوي او ۶۲ بې سرپرسته ماشومان دي.

په اعلامیه کې راغلي چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه هم برابرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي