۰

ملګري ملتونه له افغانانو سره مرستې زیاتوي

یکشنبه ۱۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۴
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په پام کې لري د ژمي پر مهال اړو کسانو ته د خوراکي او نغدي مرستو لړۍ پراخه کړي.
ملګري ملتونه له افغانانو سره مرستې زیاتوي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په پام کې لري د ژمي پر مهال اړو کسانو ته د خوراکي او نغدي مرستو لړۍ پراخه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ارتباطاتو مسوول فیلیپ کروف ویلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري چې د ژمي پر مهال په ټول افغانستان کې له ۱۵ میلیونه کسانو سره هره میاشت د خوړو او نغدو پیسو مرسته وکړي، چې دوی خپله خواړه پرې رانیسي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي، چې د هېواد د نفوسو نیمايي برخه کې کېږي کافي خواړه نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي