سیمه ییز چارواکي وايي، د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ بېرته خلاصه شوې او ګڼ مسافر ژغورل شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې دغه لار پرون ماښام بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه، خو په ورته وخت کې یې موټر چلوونکو او مسافرو ته سپارښتنه کړې، چې له احتیاط نه کار واخلي.
د سالنګونو د ساتنې چارواکي هم وايي، په پرونۍ واوره کې څو کوچیني موټر تر واوره لاندې و، چې د ژغورنې ډلې له خوا وژغول شول او مسافر ترې را و ایستل شول.
باید و ویل شي، چې د سالنګ لار پرون چهارشنبې د زیاتې واورې او توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
جمهورخبري اژانس