د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د برښنا د واردولو له تړون سره په یو وخت کې ازبکستان اعلان کړی چې افغانستان ته یې د برښنا صادرات بیا پیل کړي.
د افغانستان د برښنا شرکت پرون ویلي، د ۲۰۲۳ کال لپاره د ترکمنستان له ترکمن انرګو شرکت سره د برښنا د واردولو تړون تمدید شوی دی.
برښنا شرکت په یوه بیان کې وايي، دا تړون د برښنا شرکت رییس مولوي محمدحنیف حمزه او د ترکمن انرګو رییس په داسې حال کې په عشق آباد کې لاسلیک کړ چې د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور هم حاضر و.
خو په ورته وخت کې ازبکستان ویلي چې افغانستان ته د برښنا د صادرولو جریان له سبا چهارشنبې څخه بیا پیلوي.
د ازبکستان د انرژۍ وزارت په یوه بیان کې ویلي چې افغانستان ته د برښنا بهیر د تخنیکي عوارضو له وجې موقتاً پرې شوی و.
افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا د جنوري له ۱۴مې راهیسې په داسې حال کې پرې شوې چې په افغانستان کې هوا په بېساري ډول سړه شوې ده.
د طالبانو حکومت په روانه اونۍ کې له ازبکستان څخه وغوښتل چې افغانستان ته د برښنا لېږد بیا پیل کړي.
جمهورخبري آژانس