هلمند کې وسله وال برید: څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

4 دلو 1401 ساعت 10:17

د آزادۍ په نوم جبهې ادعا کړې، چې هلمند کې یې پر طالبانو وسله وال برید کړی او څلورو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


د آزادۍ په نوم جبهې ادعا کړې، چې هلمند کې یې پر طالبانو وسله وال برید کړی او څلورو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی جنګیالیو پرون ماښام د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کندهار اډه کې پر طالبانو وسله وال برید کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، په دغه برید کې یو طالب وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
 
طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 157307

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157307/

جمهور
  https://www.jomhornews.com