د آزادۍ په نوم جبهې ادعا کړې، چې هلمند کې یې پر طالبانو وسله وال برید کړی او څلورو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی جنګیالیو پرون ماښام د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کندهار اډه کې پر طالبانو وسله وال برید کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، په دغه برید کې یو طالب وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس