۰

د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې کړې دي

سی شنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۲
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.
د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغانستان خبرې کړې دي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

دا خبرې پر داسې مهال شوې، چې بوټو مسکو ته سفر کړی او هلته یې له خپل روسي سیال لاوروف سره لیدلي دي.

بوټو لاوروف ته ویلي، چې مسکو او اسلام آباد باید افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي، واک ته له رسېدو وروسته طالبان ژمن و، چې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي او اوس نړیواله ټولنه همدې ته سترګې په لار ده.

په ورته وخت کې لاوروف ویلي، دا چې طالبان په رسمیت نه دي پرېژندل شوي، په دې مانا نه ده، چې روسیه له دغه ډلې سره هر اړخیزه خبرې نه شي کولي.
 
په دغه لیدنه کې بوټو و لاوروف ته پاکستان کې د انرژۍ د کمښت په اړه هم معلومات ورکړي ویلي یې دي، چې مسکو باید دې برخه کې له پاکستان سره همکاري وکړي.
 
د یادونې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خپل روسي سیال ته د اسلام آباد د سفر بلنه هم ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي