د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له پلاوي سره پر افغانستان خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه ټویټ کې لیکلي چې د امریکا ځانګړي استازي د بهرنیو چارو د مرستیال اسد محمد خان په مشرۍ پلاوي سره په اسلام آباد کې ولیدل.
سرچینې زياته کړې چې دواړو لورو د سیمې پر حالاتو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره به په ګډه کار کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي وركړي، خو تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېسټ به له خپلو شریکانو سره د مشورې لپاره پاکستان جرمني او سویس ته سفر وکړي.
سرچینې زياته کړې وه، په دغه سفر کې چې د سلواغې له ۹مې تر ۱۳مې نېټې ترسره کېږي له خپلو سیالانو افغانانو او مرستندويه بنسټونو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه سلا مشورې کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي د طالبانو وروستیو فرمانونو نړیواله ټولنه له ډېرو ننګونو سره مخ کړې ده؛ ځکه دوی د افغانستان د خلکو ملاتړ او د خپلو ګټو ساتنې په لټه کې دي.
جمهورخبري آژانس