۰

ګریفټس: تمه شته چې طالبانو ښځو ته د کار او تعلیم اجازه ورکړي

سی شنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۵
د بشري مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفټس افغانستان ته د دې سازمان او نورو مرستندویو موسسو د مشرانو د سفر جزییات تېره شپه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې له خبریالانو سره شریک کړل.
ګریفټس: تمه شته چې طالبانو ښځو ته د کار او تعلیم اجازه ورکړي
د بشري مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفټس افغانستان ته د دې سازمان او نورو مرستندویو موسسو د مشرانو د سفر جزییات تېره شپه په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې له خبریالانو سره شریک کړل.
 
نوموړي هیله ښودلې چې طالبان به ښځو ته په کورنیو او نړیوالو نادولتي ټولنو کې د کار اجازه ورکړي.

ګریفټس چې د ماشومانو د ملاتړ ادارې سیف دې چیلدرن، پاملرنې او د ملګرو ملتونو د یونېسف ادارې له مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل افغانستان ته د تېرې اونۍ د سفر پرمهال یې د بهرنیو او کورنیو چارو د وزیرانو او د ریاست الوزرا د مرستیالانو په ګډون د طالبانو د حکومت له نهو مشرانو سره ولیدل.

نوموړي ویلي د دې سفر موخه، په غیر حکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز لرې کولو ته د طالبانو هڅول او نجونو ته د زده کړو او کار د اجازې ترلاسه کول و.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي