۰

هالنډ اروزګان کې د وژلیو افغانانو غرامت ورکوي

شنبی ۱۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۹
د هالنډ دفاع وزارت پارلمان ته په یوه لیک کې منلې، چې ۲۰۰۷ کې یې اروزګان کې ملکي وګړي وژلي او چمتو دی، چې غرامت یې ورکړي.
د هالنډ دفاع وزارت پارلمان ته په یوه لیک کې منلې، چې ۲۰۰۷ کې یې اروزګان کې ملکي وګړي وژلي او چمتو دی، چې غرامت یې ورکړي.

د هالنډ حکومت وایي، دوی به د محکمې د هغې پرېکړې لپاره استېناف ته مخه نه کړي چې په ۲۰۰۷ کال کې یې هالنډي پوځیان په افغانستان کې د بمبارۍ پرمهال د شلو ملکیانو پر وژنه تورن کړي دي.

په هاګ کې یوې سیمه ییزې محکمې په نومبر کې د هالنډ له حکومته غوښتې و چې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته دې تاوان ورکړي.

د هالنډ دفاع وزارت مخکې ویلي و چې دوی د ارزګان په چوره ولسوالۍ کې پر یوې کلا هغه وخت بمباري وکړه چې له هغه ځایه د دوی پر هلیکوپټرو ډزې شوې وې.

د هالنډ دفاع وزیرې کاجسا اولونګرین پرون په یوه لیک کې چې د پارلمان غړو ته یې واستاوه څرګنده کړه چې پر دې پېښې پنځلس کاله تېر دي نو اوس د وضاحت لپاره ډېر څه په لاس کې نه لري نو استېناف ته مراجعه نه کوي او د اوښتي زیان غرامت به ورکړي.
 
جمهوخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي