مرکزي بانک اعلان کړي، چې د افغانۍ د ثبات په خطر به نن یکشنبې ۱۶ میلیون ډالره بازار ته د لیلام لپاره وړاندې کړي.
دغه بانک په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه اندازه ډالر نن یکشنبې ۱۶ مه بازار ته وړاندې کېږي.
په همدې خاطر بانک پر شرایطو برابرو پولي شرکتونو غوښتي، چې په دواطلۍ کې ګډون وکړي او ګټونکی شرکت اړ دي، چې خپل مالي حسابونه د ورځې تر پای پورې تصفیه کړي.
ډالر پر داسې مهال باز ته عرضه کېږي، چې په دې وروستیو څو ورځو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه لوړه شوې ده.
جمهورخبري آژانس