۰

هرات کې د اوړو د تولید یوه شرکت په فعالیت پیل وکړ

یکشنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۰
د طالبانو د سوداګرۍ وازرت وايي، هرات ولایت کې د اوړو د تولید یو شرکت رسمآ افتتاح او په فعالیت یې پیل وکړ.
هرات کې د اوړو د تولید یوه شرکت په فعالیت پیل وکړ
د طالبانو د سوداګرۍ وازرت وايي، هرات ولایت کې د اوړو د تولید یو شرکت رسمآ افتتاح او په فعالیت یې پیل وکړ.

دغه شرکت چې یو میلیون او دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لښګت جوړ شوي، چې پرون د سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي له خوا یې پرانسته وشوه.

دغه شرکت چې د کوبان هري د غنمو اوړو کولو په نوم یادېږي او د هرات ولایت د صنعتي پارک په لومړي فاز کې جوړ شوی دی.

د سوداګرۍ سرپرست وزیر د دغه شرکت پر جوړېدو او پرانستو خوښي ښودلې او له پانګوالو یې مننه کړې ده.
 
یاد شرکت په ورځ کې ۱۸۰ ټنه اوړه تولیدوي او ۷۰۰ کسانو ته یې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.
 
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي