۰

وېسټ د بشري مرستو سازمانو سره پر افغانستان خبرې کړې

یکشنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۴
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي، په جنیوا کې د بشري مرستو او بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له استازو سره یې ناسته کړې ده.
وېسټ د بشري مرستو سازمانو سره پر افغانستان خبرې کړې
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي، په جنیوا کې د بشري مرستو او بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له استازو سره یې ناسته کړې ده.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د خپل سفر په درېیم پړاو کې یې د سویس په جنیوا ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې، روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکې ادارې او یو شمېر نورو مرستندویه ادارو له استازو سره یې ناسته کړې ده.

هغه زیاته کړې چې دغه نړۍوالې ادارې همدا اوس په افغانستان کې د ژوندژغورلو فعالیتونه ترسره کوي، له کډوالو سره همکارۍ کوي، د روغتیا سیسټم او د طبیعي پېښو قربانیانو او نورو  سره هم مرستې کوي.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت ځینې تګلارې میلیونونو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر ټکنۍ کوي.
 
ټام ویسټ وايي، په جنیوا کې یې افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دفتر له کارکوونکو سره یې هم ولیدل.

د هغه په وینا، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق په ډیر بد حالت کې دي، د یادې ادارې باید قوي ملاتړ وشي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي