۰

پاکستان د افغان طالبانو د مشر سره خبرو لپاره یو پلاوی افغانستان ته لېږي

یکشنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۵
پاکستان ویلي چې د افغانستان د طالبانو د مشرتابه سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی افغانستان ته لیږي.
پاکستان د افغان طالبانو د مشر سره خبرو لپاره یو پلاوی افغانستان ته لېږي
پاکستان ویلي چې د افغانستان د طالبانو د مشرتابه سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی افغانستان ته لیږي.

د فرانسې خبري اژانس د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د ځانګړي سلاکار فیصل کریم کنډي په حواله خبر ورکړی چې همهاله د کابل ترڅنګ ایران ته هم پلاوی استوي.

هغه زیاته کړې، دولتي پلاوی به له هغوی وغواړي، دا ډاډ ورکړي چې ترهګر د پاکستان پر ضد د دوی خاوره نه کاروي.

پاکستان دغه اعلان وروسته له هغه کړی چې څو ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور ښار د پولیسو د یوه مرکز په جومات کې د ځانمرګي برید له امله تر سلو زیات کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۲۰ نور ټپیان شوي دي.

تر یاد برید وروسته د پاکستان د کورنیو او دفاع وزیرانو تور پورې وکړ چې ترهګر د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

پاکستاني چارواکو دا تور هم پورې کړ، چې ګڼې د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله په دې هڅه کې هم دی، چې پاکساني طالبان تر خپل کنټرول لاندې راولي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پاکستان تورونه رد کړل او ویې ويل چې د خپل بام واورې دې پر بل چا نه اچوي.

تر اوسه کابل او تهران د دې سفر په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي