د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخوا وايي، ډېر ژر به په ټول هېواد کې د پوهنتونونو دروازې د ښځینه محصلینو پر مخ پرانستل شي.
نوموړي پرون یکشنبې د سلواغې ۱۶ مه ننګرهار کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې دوی پر یوه طرحه کار کوي، چې په بشپړېدو سره به یې د پوهنتونو دروازې د شریعت په چوکاټ کې د نجونو پر مخ پرانستل شي.
د خیرخوا په وینا د دغه طرحې کار تر ډېره تمام شوی خو لا هم څه کارونه پاتي دي، چې په نېږدې راتلونکې کې به بشپړه شي.
د یادونې ده، چې د نجونو پر مخ د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې په کور د ننه او نړیواله کچه له سختونو غبرګونونو سره مخ شوې او تر ډېره یې د نړۍ والې ټولنې او طالبانو تر منځ واټن رامنځ ته کړی دی.
جمهورخبري آژانس