افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یا یوناما ویلي، چې له زدهکړو د نجونو منع کول د زدهکړو په برخه کې د تېرو شلو کلونو اصلي پرمختګونه له منځه وړي.
یوناما پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر زدهکړو لګول شوی بندیز لرې کړي.
په هېواد کې له سیاسي بدلون څخه شاوخوا یونيم کال تېریږي، خو تر اوسه د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي.
په همدې حال کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، که حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ته اجازه ورنه کړي نو ډېرې کورنۍ به کډوالۍ ته اړې شي؛ خو حکومت بيا وايي، په دغه برخه کې پر يوه ميکانيزم کار روان دى.
وړمه ورځ په ننګرهار کې هم ګڼ شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو پر طالبانو غږ وکړ او ترې ویې غوښتل، چې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي.
جمهورخبري آژانس